د پاکستاني امنیتي ځواکونو له خوا د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله د ۲۵۰ افغان اتباعو له نیول کېدو وروسته طالبانو له اسلامآباده وغوښتل چې د افغان اتباعو له نیول کېدو ډډه وکړي.
په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت، چې طالبانو ته سپارل شوی، پرون په یوه ټویټ کې خبرداری ورکړ، چې پاکستان دې د افغان کډوالو له توقیفه ډډه وکړي، ځکه چې دا د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو «منفي اغېز» کولای شي.
سفارت دا هم ویلي، چې په پلازمېنه، راولپنډۍ ښار او شاوخوا سیمو کې د کډوالو د نیولو لړۍ دوام لري.
د سفارت په وینا په دې وروستیو ورځو کې ۲۵۰ کسان نیول شوي چې په هغو کې هغه کسان هم شامل دي چې په پاکستان کې د موقتي قانوني استوګنې او د تګ راتګ د ازادۍ لپاره د ملګرو ملتونو له خوا منظور شوي اسناد لري.