د پامیر ۲۱۷ قول اوردو پخواني مرستیال، جنرال آدم خان متین د کورنۍ غړي آماج ته وایي؛ چې طالبانو نوموړی درې ورځې وړاندې بوولی او له څه مودې وروسته یې خبر ترلاسه کړ چې د کابل ښار اوومه امنیتي حوزه کې توقیف شوی، خو د لیدلو اجازه یې نه ده ورکړې.
د متین د کورنۍ په وینا؛ جنرال آدم خان چې یو متقاعد جنرال دی، د نظام له سقوط سره یې ټول پوځي تجهیزات طالبانو ته تسلیم کړي و او د نوموړي د توقیف لپاره هېڅ دلیل شتون نه لري.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.