مجاهد: «د ډیورنډ کرښې هغه کډوال» چې پاکستان ته ګواښ دی نورو ولایتونو ته به انتقال کړو

لخوا Aamaj News

د افغانستان په شمال کې د پاکستاني طالبانو د ځای پر ځای کېدو په اړه له غبرګونونو وروسته، د طالبانو ویاند وايي، دوی به د «ډیورنډ کرښې هغه کډوال» چې پاکستان ته ګواښ بلل کېږي، نورو ولایتونو ته انتقال کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون له خراسان نشریې سره په مرکه کې ویلي: «موږ یوازې هغه پاکستاني کډوال انتقالوو چې د پاکستان او افغانستان له سرحدي سیمو څخه دي.»

له بلې خوا د طالبانو دغه پرېکړه له توندو غبرګونونو سره مخ شوې ده.له بلې خوا، د مقاومت جبهې د دغه پرېکړی په غبرګون کې ویلي دي چې طالب تروریستي ډله د افغانستان په شمال کې «پاکستاني طالبان» ځای‌پرځای کوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ