طالبانو د امریکا هغه خپرو شویو سندونو په اړه، چې ګواکي افغانستان یو ځل بیا د داعش د همغږۍ او ترهګرۍ په مرکز بدل شوی ویلي؛ چې دا راپورونه «جعلي» او د لوېدیځ «دوامداره پروپاګند» دی.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد نن (یکشنبه د غويي درېیمه) یو لړ ټوېټونو کې ادعا کړې ده، چې اوسمهال افغانستان د سیمې په کچه یو «امن» هېواد باندې بدل شوی دی.
مجاهد زیاته کړې ده: «ځینو غربي رسنیو یو لړ راپورونه خپاره کړي، چې ګواکي د امریکا دفاع وزارت محرم سندونه ښايي چې افغانستان په اصطلاح د ترهګرۍ په مرکز بدل شوی دی، چې موږ دا ادعاوې رد کوو.»
نوموړي دې وروستیو کې له طالبانو سره د هېوادونو «تعامل» ته په اشارې سره ټينګار کړی دی: «د وخت په داسې حال کې له خپل ځانه جوړې کړې او بېمسوولیته ادعاوو خپرول د استخباراتي کړیو کار دی، چې د افغانانو لپاره ښه حالت نه غواړي.
د طالبانو ویاند څرګنده کړې ده، چې د داعش «فتنهګره ډلګۍ» په افغانستان کې «سخته ځپل» شوې او د «نابودۍ» په حالت کې ده.
مجاهد ویلي: «د مغرضانه راپورونو خپرول د دې ښکارندویي کړي، چې ځينې امریکایي کړۍ لا هم له افغانستان سره له دوښمنۍ نه دي لاس په سر شوې.»
طالبانو یو ځل بیا ټينګار کړی دی، چې پر ټول افغانستان «بشپړ واک» لري او هېچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد د امنیت په وړاندې وکارول شي.
1 تبصره
riki krisdianto