د طالبانو رهبر خپلو جنګیالیو ته: قوم‌پرستي، سیمه‌پرستي، ژبه‌پرستي او انډیوالۍ مه کړئ

لخوا Aamaj News

د طالبانو رهبر یو ځل بیا د عدالت پر ټينګښت او له ظلم څخه پر مخنیوي تینګار کړی او د دې ډلې جنګیالیو ته یې ویلي، چې له قوم‌پرستي، سیمه‌پرستي، ژبه‌پرستي او انډیوالۍ څخه په «جدي» توګه ډډه وکړي.

د طالبانو رهبر ملا هبت‌الله آخندزاده نن د کوچني اختر په مناسبت یو پیغام کې د دې ډلې مسوولینو ته ویلي، چې باید د خپلوۍ او شخصي اړیکو پر بنسټ ګمارنې ونه کړي او له خپل منځي اختلافونو ډډه وکړي.

د دې سربېره چې څه باندې ۶۰۰ ورځې کېږي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي دي، دې پیغام کې د ښځينه ښوونځيو بیا پرانیستلو ته هېڅ اشاره نه ده شوې؛ خو یوه برخه کې یې طالبانو ادعا کړې ده، چې د افغانستان ګوټ ګوټ کې یې د زده‌کړو بهیر پراخ کړی دی.

د طالبانو د رهبر اختریز پیغام کې امربالمعروف او نهیې عن المنکر د «تر ټولو لوړې فریضې» په توګه نومول شوې او ټينګار شوی دی، چې طالب چارواکي او مسوولین باید د دې ډلې امر بالمعروف سره هر اړخیزه مرسته وکړي.

د طالبانو رهبر همداشان ټینګار کړی دی، چې د دیني عالمان مکلفیت لري تر څو د خلکو اصلاح او پوهولو سره، دوی د دې ډلې په وړاندې له «بغاوت» لاس په سر کړي.

د طالبانو رهبر ویلي، چې د دې ډلې حکومت د ګاونډ او نړۍ له هېوادونو سره د تعامل غوښتونکی دی.

په دې پیغام کې راغلي: «لکه څنګه چې افغانستان نه غواړي د هېڅ هېواد کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، ټينګار کړي، چې نور هېوادونه هم زموږ په کورنیو چارو او مسایلو کې لاسوهنه ونه کړي.»

د طالبانو رهبر خپل اختریز پیغام کې له نړۍ سره د اړیکې درلودلو باندې داسې حال کې ټينګار کړي، چې تېره شپه جاپان کې د اوه صنعتي هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو ویلي، چې له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د اړیکې عادي کېدل د دې ډلې کړنو پروې تړلې ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ