د طالبانو رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ادعا کړې ده، چې د افغانستان د وروسته پاتې کېدو لامل د نړۍ هېوادونه په ځانګړي ډول لوېدیځ دی. د نوموړي په وینا، لوېدیځ هڅه کړي؛ چې افغانستان کې د سیاسي چارو او اقتصادي پرمختګ مخنیوی وکړي.
د طالبانو ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال کال کې د یو رهایشي او سوداګریز مرکز د پرانیستلو په پروګرام کې زیاته کړې ده، لوېدیځ په ټولو هېوادونو اغېز کړی وو او په «شرمندهګۍ» سره له افغانستان ووتلو.
برادر وویل: «غرب په ټولو هېوادونو اغېز کړی وو او په شرمندهګۍ سره له افغانستان ووتل؛ له همدې امله نه غواړي افغانستان د پرمختګ په لور حرکت وکړي. دوی غواړي چې د افغانستان سیاسي او اقتصادي چارو د پرمختګ مخنیوی وکړي.»
طالبانو یو ځل بیا له پانګوالو غوښتي، چې یو ځل بیا افغانستان ته راوګرځي او دې هېواد کې پانګونه وکړي.
د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال همداشان پانګوالو او سوداګرو ته ډاډ ورکړی دی، چې هر ډول «شرایطو» کې به د دوی ستونزو ته رسېدنه او د ځان او مال امنیت به یې خوندي کړي.
د یادونې ده، چې د ګلبهار پروژه تېره ورځ د ۷۰ میلیون ډالرو پانګونې سره پرانیستل شوه.