د سولې او اقتصاد موسسه: طالبان افغانستان کې د امنیت په ټینګښت نه دي بریالي شوي

لخوا Aamaj News

د سولې او اقتصاد موسسې د ترهګرۍ په تازه څېړنه کې، طالبان افغانستان کې د سولې او امنیت ټینګښت کې ناکام بللي او ویلي یې دي؛ چې دا هېواد اوس هم نړۍ کې د ترهګرۍ زیان لیدونکو هېوادونو په سر کې دی.

د ترهګرۍ نړیواله څېړنې روانه اونۍ کې د خپلې کلنۍ څېړنې د موندنو خپرولو سره ویلي، د هغه هېوادونو شمېر بدلون نه دی کړی؛ چې درې وروستیو کالونو کې د ترهګریزو ډلو د بریدونو موخه ګرځېدلي.

په نوې څېړنه کې، د ترهګریزو پېښو له مخې په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ د هېوادونو وضعیت څېړل شوی. دا څېړنه له ۲۰۲۱ کال سره په پرتله کې په بشپړ ډول د ترهګریزو بریدونو قربانیانو کمښت ښایي.

د سولې او اقتصاد موسسې د موندنو پر بنسټ، ۲۰۲۲ کال په افغانستان کې د تېر کال په پرتله ترهګریز بریدونه ۷۵ سلنه کم شوي. دا د پام وړ کمښت افغانستان کې د هغې ډلې د واک ته رسېدو له امله دی؛ چې په تېر کې یې دې هېواد کې تر ټولو ډېرو ترهګریزو بریدونو لامل وو.

دې راپور همداشان داعش، الشباب، د بلوچستان آزادي غوښتونکی پوځ او د نصرت الاسلام او المسلمین جماعت په ۲۰۲۲ کال کې مرګونې ترهګریزې ډلې بللې دي.

د نړیوالې ترهګرۍ د تازه څېړنو یوه برخه کې راغلي، چې بورکینافاسو، سومالیا، مالي او سوریه له افغانستان وروسته له دویم تر پینځم ځای کې دي او پاکستان شپږم ځای کې دی.

د ترهګرۍ نړیواله څېړنه په داسې حال کې ده، چې افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، ملګرو ملتونو دې هېواد ته د «ترهګریزو ډلو د جنت» نوم ورکړی دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ