طالبانو متحده عربي اماراتو کې د افغانستان قونسلګرۍ لپاره سرپرست ټاکلی

لخوا Aamaj News

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د دې وزارت د تشریفاتو رییس عبدالرحمن فدا یې د مسعود عزیزي پر ځای متحده عربي اماراتو کې د افغانستان قونسلګرۍ سرپرسټ ټاکلی دی.

یاد وزارت تېره ورځ یو مکتوب کې ویلي؛ چې د عزیزي د خدمت موده د کب په ۲۱مه پای ته رسېږي او عبدالرحمن فدا یې ځای ناستی شوی دی.

تر دې وړاندې، ایران، ترکیې، چین او روسیې د طالبانو استازي د سیاسي استازولیو او قونسلګریو د ډیپلوماټانو په توګه منلي وو.

د طالبانو ډیپلوماټ له سرپرستۍ سره د عربي اماراتو د هوکړې په صورت کې، متحده عربي امارات هم له دې څو هېوادونو سره یو ځای کېږي، چې د طالبانو په رسمیت پېژندلو پرته د افغانستان سیاسي استازولۍ او قونسلګرۍ د دې ډلې استازو ته سپاري.

اړوند لیکنې

1 تبصره

LSM99 บาคาร่าเว็บตรง April 7, 2024 - 12:16 am

… [Trackback]

[…] There you will find 36575 additional Info to that Topic: aamajnews24.com/ps/taliban-635/ […]

ځواب

یو نظر پریږدئ