د طالبانو یو نیم کال واکمني: ۸۰ سلنه واکمنان پښتانه او ۹۸.۳ سلنه طالب دي

لخوا Aamaj News

د طالبانو یو نیم کال واکمني، د آماج موندنې ښايي، چې ۸۳.۳ سلنه کابینه پښتانه او ۹۶.۶ سلنه طالبان دي. د دې څېړنو پر بنسټ، ۷۶.۴ سلنه والیان پښتانه او ۱۰۰ سلنه طالب دي. هزاره‌ګان او ښځې نشته.

د طالبانو په کابینه کې ۶.۶ سلنه تاجېک، ۶.۶ سلنه ازبېک او ۳.۴ سلنه نورستانيان ګدون لري.

طالبانو د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري په ۲۴مه کابل کې واک ترلاسه کړ او اوس یې افغانستان کې د واکمنۍ یو نیم کال پوره کېږي. په دې موده کې، دې ډلې افغانستان کې د ټول‌ګدونه حکومت جوړېدو په اړه د نړۍ پرله پسې غوښتنې نه دي منلې. په ورته وخت اصلي پوښتنې دا دي، چې د طالبانو خپلمنځي اختلافونو ته په پام سره، آيا دا ډله به بریالۍ شي، تر څو په ملي او نړیواله کچه د ځان لپاره مشروعیت ترلاسه کړي؟

به دې راپور کې د طالبانو له واک ته رسېدو یو نیم کال وروسته د دوی د دولت بېلابېلې سیاسي او ټولنیزې برخې څېړل شوې او ارزول شوې دي.

د طالبانو د مشروعیت د ستونزې دوام

په دې موده کې د طالبانو حکومت یوه تر ټولو لویه ستونزه د کورني او بهرني مشروعیت ترلاسه کول ستونزه ده. طالبان له یو نیم کال وروسته لا هم د نړیوالو سازمانونو او بهرنیو هېوادونو لخوا د مشروعیت ترلاسه کولو باندې توانېدلي نه دي. دا په داسې حال کې ده، چې دوی کور دننه افغانستان کې هم له لویو ټولنیزو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او حتی د خپلو طرف‌دارانو منځ کې یې هم خپل مقبولیت له لاسه ورکړی دی. د طالبانو ضد جهبو فعالیت، بل پلو د طالبانو دننه سخت مخالفتونه او سمتي او قومي شخړې د طالبانو حکومت د لارې په سر له عمده ستونزو څخه شمېرل کېږي.

د طالبانو د خپلې واکمنۍ په لسمه میاشت د لویې جرګې په تالار کې د خپلو علماوو لویه ناسته جوړه کړه، چې دا د دوی د خپل حکومت لپاره د مشروعیت ترلاسه کولو یوازینۍ هڅه وه. له هغه ځایه چې طالبان د وګړو په رایه هېڅ باور نه لري او په وینا یې، چې خپل مشروعیت له دین څخه اخلي؛ دا کړنه یې د خلکو لخوا یوازې د سیاسي مشروعیت ترلاسه کولو لپاره له دین څخه ناوړه ګته اخیستنه او ننداره‌ییزه کړنه وبلل شوه.

په داسې حال کې چې طالبانو تل د خپل حکومت له تنې څخه د غیر پښتنو څېرو د لرې کولو هڅه کړې ده؛ خو ګاونډي او د نړۍ هېوادونه بیا هم افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت رغولو په اړه خپل دریځ باندې ټينګار لري.

له یو نیم کال وروسته، طالبان په کورنۍ برخه کې هم د مشروعیت له جدي ستونزې سره مخ دي. د طالبانو تاجېک او ازبېک قومندانان هم د طالبانو له واکمنۍ ښه خاطره نه لري. دې دلې خپل هزاره قومندان مولوي مهدي مجاهد د دې ډلې په وړاندې د «درېدو» له امله ووژلو. په تازه پېښو کې د دوی تاجېک قومندان مولوي عبدالباقي عمري، د خپل امر لاندې کسانو سره له طالبانو ګیلمن او د دې دلې له صف بېل شو. نوموړي یوه ویډيو کې د پښتنو طالبانو لخوا د ازبېکانو د ځمکو د غصب او بې‌عدالتۍ له امله ګیله کړې ده. نوموړي طالب چارواکي بې‌کفایته، بې‌لیاقته او متعصب وبلل او ویې ویل: «بې‌عزتي نه منو او زموږ یوازینی جرم دا دی چې فارسي ژبي یو.»

له دې وړاندې هم د طالبانو ازبېک قومندانان د طالبانو حکومت لخوا ګوښه شوي وو، چې شمال خوا کې د شخړو لامل شوي وو. تاجېک قومندانان ګوښې ته وېستل شوي او نور د نوموتو ازبېک قومندانانو «د شمال فاتحانو» څخه هم خبر نشته.

په همدې ډول طالبانو دې موده کې وښودله، چې د هغه څه خلاف چې ادعا یې کوله، افغانستان کې د سراسري واکمنۍ په پلې کولو بریالي شوي نه دي. وسلوالې غلې، رشوط اخیستل او مرموزې او مجهولې وژنې د افغانستان په هره ګوښه کې هره ورځ کېږي. دا برخې ښایي، چې طالبان د هېواد امنیت ساتلو کې پاتې راغلي دي.

د یو منلو برخه کې د دوی یوازینۍ هڅه د اړیکو کمیسیون جوړول وو، چې هغه هم د یو شمېر بدنومه او متعصبو څېرو د راوستلو له امله د خلکو له نیوکو سره مخ شو. خو طالبان په دې کړنو سره تر اوسه توانېدلي نه دي، چې د ځان لپاره کورنی او بهرنی مشروعیت ترلاسه کړي.

د طالبانو حکومت کې بهرنۍ اړیکې

د دې سربېره چې طالبان له نړۍ سره د نیکو اړیکو جوړولو د هڅې ادعا لري، خو کورنیو چارو کې د دوی چلند په بهرنۍ او نړیواله کچه د اندېښنو لامل هم شوي دي. د نړیوالې ترهګرۍ په پټن‌ځای د افغانستان بدلېدو او د طالبانو یو نیم کال واکمنۍ کې د دوی لخوا د بشري قوانینو نه رعایت کېدلو په اړه د نړۍ اندېښنې لا هم څه ناڅه پر ځای پاتې دي. څو میاشتې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل ازبېکستاني سیال سره؛ د نړیوالې ترهګري په امن‌ پټن‌ځای د افغانستان بدلېدو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه. د روسیې ولسمشر تېره اونۍ هم د افغانستان په اړه مسکو کې د امنیت شورا د مشرانو پینځمې ناستې ته ویلي؛ چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتل نه یوازې د وضعیت ښه کېدو لامل شوی نه دی، بلکې دې هېواد کې نړیوال ترهګر لا ډېر فعاله شوي او القاعده هم د ظرفیت لوړولو په حال کې ده. په تازه پېښو کې د افغانستان لپاره د اروپایي تولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسون ویلي، چې افغانستان یو ځل بیا د ډېری سخت‌ دريځه او جهادي سازمانونو په امن پټن‌ځای بدل شوی دی.

بل پلو د افغانستان خاوره کې د داعش ډلې ډېرېدل د ګاونډیو او نړۍ هېوادونو له جدي اندېښنو څخه دی، چې طالبان یې لا هم په کنټرول باندې بریالي شوي نه دي. د راپورونو پر بنسټ، د افغانستان یو شمېر سیمو کې، چې طالب جنګیالي د طالبانو له واکمنۍ ښه خاطره نه لري او د پخواني دولت پوځيان چې د طالبانو تر ادارې لاندې هېواد کې د امنیت احساس نه کړي، له داعش ډلې سره یوځای شوي دي.

د بشر حقونو د څار بنسټ راپور ورکړی دی، چې طالبان په خپل‌سري ډول ډېری شمېر خلک له داعش ډلې سره د اړیکې په تور شکنجه کړي او په قتل رسولي دي. د دې راپور پر بنست، د کنړ او ننګرهار اوسېدونکو څه باندې سل مړي د اوبو له کانالونو څخه موندلي، چې طالبانو د داعش په تور وژلي دي.

په ورته وخت، پاکستان کې د ناامنیو او بریدو بې‌مخینې ډېرېدو وروسته، د دې هېواد حکومت څو ځلې افغان طالبان د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) ته په پناه ورکولو تورن کړي دي، هغه موضوع چې تل افغان طالبانو رد کړې ده.

بل پلو د امریکا بې‌پیلوټه الوتکې لخوا د کابل په زړه او د سراج‌الدین حقاني په میلمستون کې د القاعده ډلې د رهبر وژل کېدل دا څرګندوي، چې دې ډلې د دوحې هوکړې پر خلاف له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې پرېکړې نه دي. امریکا او لوېدیځو هېوادونو طالبانو د دوحې هوکړې به نه رعایت کولو تورن کړي دي. خو طالبان وایي، چې د دوحې هوکړې ته ژمن دي او تر اوسه داسې هېڅ سند ترلاسه شوی نه دی، چې کابل کې د ایمن الظواهري وژل کېدل اثبات کړي. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ټينګار کړی دی، چې افغانستان کې د القاعده شبکې د رهبر وژل کېدل لا تراوسه هم یوازې یو ادعا ده.

د دې ټولو سربېره امریکا او اروپایي هېوادونو تراوسه د طالبانو حکومت په وړاندې جدي پرېکړه نه ده کړې او ښایي د ابهام او شک او دوه لارې کې پاتې دي.

ظاهراً د طالبانو یو جدي ملاتړی چین دی، چې په تېر یو نیم کال کې یې تل تر څنګ وو؛ خو د افغانستان پلازمینه کې د چینایانو پر هوټل د داعش برید، افغانستان کې د چینایي سوداګرو د وېرې لامل شوی دی.

بل پلو د مقاومت جبهې رهبر احمد مسعود د بهرنیو هېوادونو لخوا د طالبانو نه مقبولیت د ملي مقاومت جبهې لاسته راوړنه بولي او د نړۍ له هېوادونو د مننې ترڅنګ، دوی ته د طالبانو حکومت دننه د نړیوالې ترهګرۍ له پراخېدو خبر ورکوي.

افغانستان کې د جمهوري نظام له پرځېدو سره ډېری بهرنیو هېوادونو کابل کې خپلې سفارت خونې وتړلې او دې هېواد کې یې رسمي ډيپلماټيک شتون ته د پای ټکی کېښود. له دې ډلې روسیه، چین، ایران او پاکستان یوازیني څلور هېوادونه وو، چې خپلې ډيپلماټيک استازولۍ یې فعاله وساتلې. یو شمېر هغه هېوادونو چې افغانستان کې د طالبانو رژیم له پیلېدو وروسته غوښتل خپلې سفارت خونې بیا پرانیزي، اوس یو بل پسې د ډيپلوماټيک کډې کولو په فکر دي. سعودي عربستان تازه خپل ډيپلوماټان افغانستان څخه ویستلي دي. سیاسي کارپوهان کابل کې د عربستان د سفارت‌خونې تړل کېدل، د طالبانو د انزوا په لور بل ګام بولي او ټينګار کوي، چې دا ډله له نړۍ سره د تعامل ظرفیت نه لري. خو یو شمېر سرچینې وایي، چې کابل کې د سعودي عربستان د سفارت‌خونې تړل کېدل لامل، پر طالبانو د ډيپلماټيکو فشارونو دوام او د لوړو امنیتي ګواښونو او په ځانګړي ډول په دې سفارت د داعش احتمالي برید دی.

په ورته وخت د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ادعا کړې، چې کابل کې د سعودي عربستان سفارت‌خونه تړل شوې نه ده. نوموړي ویلي، چې د سعودي عربستان ډيپلماټان په یو ښوونیز پروګرام ریاض ته تللي او بېرته کابل ته راګرځي.

بل پل پېښور کې پر یو جومات د مرګوني برید وروسته، د پاکستان سفارت هم کابل کې خپل د قنسولګرۍ برخه تړلې ده او میاشت کېږي، چې د پاکستان سفیر کابل ته راګرځېدلی نه دی.

طالبان او د ملکي وګړو خپل‌سرې وژنې

د بشر حقونو د څار بنسټ، تل په خپلو راپورونو کې په پنجشېر، اندراب او د افغانستان نورو سیمو کې د طالبانو له خپل‌سرو وژنو او ملکي وګړو باندې له ظلم څخه اندېښنه څرګنده کړې ده. د دې سربېره چې طالب چارواکي تل دا ادعاوې ردوي؛ خو راپورونه ښکاروي، چې طالبان ملکي وګړي له مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور او حتی ځينې وخت د تاجېک والي له امله شکنجه او په ډزو وژني.

دې ډلې د خپل رهبر د عمومي عفوې پر خلاف تر اوسه د پخواني حکومت د پوځيانو له وژنو لا اخیستی نه دی. طالبانو یوازې په تېره اونۍ کې درې پخواني پوځيان وژلي دي.

د طالبانو یو نیم کال په تېرېدو سره د دیني عالمانو مرموزې وژنې هم د اندېښنې وړ دي. د سیمه‌ییزو سرچینو د ادعاوو پر بنسټ، هغه دیني عالمان چې له دوی ملاتړ نه کړي له منځه پورته کوي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د هېواد ترینګلی اقتصادي وضعیت

بېوزلي، بې‌کاري او د هېواد کمزوري اقتصادي چرخه د طالبانو حکومت له جدي ګواښونو څخه ده. د طالبانو د واکمنۍ یو نیم کال له پوره کېدو سره، لا هم د خلکو اصلي اندېښه د ژوندي پاتې کېدول لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ موندل دي. د بېوزلۍ او بې‌کارۍ شمېرې په بې‌مخینې ډول زیاتې شوې دي او د افغانستان د وګړو مطلق اکثریت له بې‌کارۍ څخه ځورېږي. د هېواد کمزوري اقتصادي چرخه افغانستان کې د پراخو ناامنیو لامل شوې ده. د صادراتو او وارداتو سیستم فلج پاتې کېدل او د خلکو لپاره د کاري لارو چارو برابرولو کې د طالبانو پاتې راتلل، ورځې تر بلې افغانستان کې د ژوند وضعیت ترینګلی کوي.

له بهرنیو هېوادونو سره د منظم سوداګریز سیستم نشتون، د اقتصادي او پرمختیایي پروګرامونو نشتون، له کسب‌کارانو، مالدارانو او بزګرانو څخه د طالبانو نه ملاتړ او د خلکو میاشتنیو عوایدو نشتون د دې لامل شوې،چې ډېری افغانان له هېواد څخه په تېښته لاس پورې کړي او افغانستان کې د ژوند هیلې له سر وباسي. د راپورونو پر بنسټ، افغانستان کې څه باندې ۲۸ میلیون تنه بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري. بل پلو، په کورنیو او بهرنیو موسساتو کې د ښځو د کار منع کېدو په اړه د طالبانو نوي فرمان، افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د بندېدو اندېښنې ډېرې کړې دي. د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی دی، چې که ښځو ته د کار اجازه ورنکړل شي، ښايي افغانستان سره مرستې ودرېږي.

د توکمیزو، ژبنیزو او مذهبي تعصباتو دوام

طالبانو چې د خپلې واکمنۍ له پیل څخه تر اوسه تل د توکمیز او سمتي چلند کړی دی. اوس له یو نیم کال وروسته، دا ستونزه ورځ تر بلې ډېرېږي. حتی د پښتنو ترمنځ قبیله‌ګرایي هم اوج ته رسېدلې ده. د آماج څېړنې ښايي، چې د طالبانو حکومت کې ډېری چارواکي پښتانه دي او د طالبانو حکومت په تنه کې غیرپښتون توکمونه هېڅ واک او صلاحیت نه لري. طالبانو تل هڅه کړې ده، چې د خپل حکومت له اصلي تنې څخه د غیرپښتنو سیاسي مشرانو او قومندانانو لري کول او بې‌وسلې کولو هڅه کړې ده.

د افغانسان له پوهنتونونو څخه د «دانش‌گاه» کلیمې لرې کولو، د فارسي ژبې حذف او د کابل پوهنتون د دری ابیاتو پوهنځي له دېوالونو څخه د فارسي ژبو شاعرانو د انځورونو لرې کولو څخه بیا د افغانستان پخوانیو جهادي او سیاسي هبرانو په څېرو د رنګ پاشول او د قبرونو ویجاړول؛ ټول د طالبانو ژبنیو او قومي تعصباتو ښکارندوی دی.

افغانستان کې هره ورځ د مذهب او ژبې او توکم تر نوم لاندې خپل‌سري قتلونه، شکنجې او ظلم دوام لري. بل پلو دې موده کې له مقاومت جبهې سره د پنجشېري وګړو د همکارۍ په تور نیول او شکنجو هم دوام درلود. دې ډلې همداشان یو ځل بیا د کابل عمدتاً تاجېک مېشتو سیمو کې یو ځل بیا کور په کور پلټنې پیل کړې دي.

د طالبانو حکومت په تنه کې د نورو قومونو له منځ څخه د هېځ نوموتې څېرې نشتون د دې لامل شوې ده، چې جنګیالي د نورو قومونو په وړاندې خپلو نژادي چلندونو کې له مرکزي حکومت څخه هېڅ فشار احساس نه کړي.

د طالبانو حکومت کې د ښځو، مدني فعالینو او رسنیو حقوق

په دې موده کې ښکاره شوه، چې طالبان له ښځو، مدني فعالانو، رسنیو او خبریالانو سره کینه لرونکي چلند لري. طالبانو په دې موده کې وښودله، چې د ښځو حق او حقونو باندې هېڅ باور نه لري. دې ډلې تر اوسه د ښځو سوله‌ییزو لاریونونو ته په تاوتریخوالي سره ځواب ورکړی دی او د لاریونوالو ښځو شکنجه او نیول لا هم دوام لري. دوی د خپلې واکمنۍ لومړیو ورځ په خلاف، افغانستان کې پر ښځو نوي قید او قیودات وضع کړي دي. دې ډلې په بشپړ ډول ښځې او نجونې له زده‌کړو بې‌برخې کړې دي او ښځې یې په غیردولتي سازمانونو کې له کار منع کړې دي. ټلویزیوني پروګرامونو کې ښځې خپل مخونه پټوي او ښځې ولایتونو او بهر ته د سفر پرمهال له محرم پرته د تګ اجازه نه لري.
طالبانو د لویې جرګې په تالار کې د خپلو دیني علماوو په شورا کې ښځو ته هېڅ ونډه ورنه کړه. حتی د طالبانو یو شمېر مشران په دې باور دي، چې څنګه چې هلکان د همدې ښځو زامن دي، په ورته غونډو کې کولی شي د ښځو استازولي وکړي.

د افغانستان د خبریالانو ټولنه وایي، چې د طالبانو حکومت له رامنځته کېدو وروسته؛ د ۱۱۷ راډيوګانو نشرات بند او ۱۹۰۰ رسنیز کارکوونکي چې ۱۰۷۵ یې ښځې وې، بې‌کاره شوي دي. د دې بنسټ د شمېر پر بنسټ، د کابل په ګډون د هېواد ۱۷ ولایتونو کې ۲۲۳ راډيوګانې نشرات لري؛ خو د افغانستان آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) ویلي دي، چې افغانستان کې ۴۸ سلنه غږیزې رسنۍ د اقتصادي او شته ستونزو له امله تړل شوې دي او د ۳۰۷ راډيویي دستګاوو له ډلې اوسمهال څه کم ۱۷۰ دستګاوې فعالیت لري.

د افغانستان خبریالانو مرکز لخوا د وروستیو ورکړل شویو شمېرو پر بنسټ، د طالبانو حکومت بیا رامنځته کېدو سره څه باندې د ۶۰۰ غږیزو، تصویري، چاپي او آنلاین رسنیو له ډلې څخه څه باندې نیمایي یې تړل شوې دي او سلګونه خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو هېواد پرېښی دی.

په پایله کې طالبان تر اوسه د افغانستان وګړو د لومړنیو حقونو په تامین کولو او د خپل حکومت لپاره د مشروعیت په ترلاسه کولو نه دي توانېدلي. طالبان له دین څخه په افراطی روایتونو په تکیه کولو سره، د ښځو، مدني فعالانو، رسنیو، او خپلو مذهبي مخالفانو لپاره هېڅ حق او حقوق ته درناوی نه کړي.
طالب جنګیالي په پوره قهر او زور د افغانستان له خلکو سره چلند کړي او د طالبانو واکمنۍ د یو نیم کال پوره کېدو سره، د افغانستان ټولو ښارونو کې بې‌عدالتي، شکنجه، فقر، ظلم او ستم روان دي.

د طالبانو یو نیم کال پوره کېدو سره پوهان وایي، دوی به بریالي نه شي، چې په دې توګه تر اوږدو کالونو د هېواد د چارو اداره په لاس کې ولري. له یوې خوا حکومتوالۍ کې ناکامي او له بل پلوه د واک د انتقال د راتلونکي نه روښانه کېدل د طالبانو حکومت له ابهاماتو څخه شمېرل کېږي.

له شته وضعیت څخه د طالب واکمنانو وروستیو پیغامونه او صریح نیوکې ښکاروي، چې افغانستان په نامالوم لوري روان دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ