د حیرتانو له بندر څخه د توکو د لېږد له بندېدو وروسته، د طالبانو یو هیئت د دې ډلې د وسپنې پټلۍ د ادارې سرپرست په رهبرۍ، نن سهار ازبېکستان ته سفر وکړ.
دې ادارې وویل؛ چې له دې سفر موخه د مزارشریف – حیرتان وسپنې پټلۍ د مسوولیتونو لېږد وروستي کول دي.
د دې ادارې په وینا؛ تمه کېږي، چې د مزارشریف – حیرتانو له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد هوکړې له لاسلیک وروسته بېرته پیل شي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې د ازبېکستان د وسپنې پټلۍ ادارې یوه اونۍ وړاندې (چهارشنبه د سلواغې ۱۲مه) خبر ورکړ، چې د مزارشریف -حیرتانو وسپنې پټلۍ له لارې یې افغانستان ته حمل او نقل «فني ژمنو» باندې د عمل نه کولو له امله ځنډولی دی.