طالبانو له هغې وروسته چې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې او د افغانیو په وړاندې د ډالر ارزښت په بې ساري توګه لوړ شو؛ د کورنیو چارو وزارت په ودانۍ کې یې مشورتي غونډه وکړه.
د طالبانو په وینا؛ دې غونډه کې هڅه وشوه ترڅو د سوداکر د حضور لپاره یوه منظمه طرحه او تک لاره رامنځته کړي.
دا په داسې حال کې ده؛ چې وروستۍ اونۍ کې د افغانیو په وړاندې د ډالر ارزښت په بې ساري ډول لوړ شو او د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې دي.