د پخواني پوځ د ځانګړو ځواکونو یو غړي د طالبانو تر شکنجې لاندې ساه ورکړه

لخوا Aamaj News

سرچینې آماج ته وایي؛ چې د پخواني حکومت د پوځ د ځانګړو ځواکونو غړي ستار سیرت د طالبانو تر شکنجې لاندې ساه ورکړې ده.

د سرچینې په وینا؛ سیرت دوه اونۍ وړاندې د مزارشریف _ سرپل له لارې د طالبانو لخوا تښتول شوی وو او د دې ډلې بندخونه کې تر شکنجې لاندې په قتل رسېدلی دی.

هغه ویډیو چې د نوموړي له مړي خپره شوې، ښکاري چې د ملا برخه کې دوه ټوټې شوی دی او لوڅ مړی یې پر واورو اچول شوی دی.

یوه سرچینه آماج ته وایي؛ چې طالبانو نوموړی د «افغانستان آزادۍ جبهې» سره د مرستې په تور په بې‌رحمانه ډول وژلی دی.

پوهان وایي، چې د طالبانو عمومي عفوه له دروغو پرته نور څه نه دي او ظاهراً طالبانو د عمومي عفوې پر ځای عمومي وژنې په لاره اچولې دي.

خو طالبانو هر ځلې د پخوانیو پوځیانو وژل رد کړي او پر عمومي عفوه یې ټینګار کړی دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ