طالبان: د بیان آزادۍ تر نوم لاندې مسلمانانو ته سپکاوۍ په هېڅ ډول د توجېه وړ نه دی

لخوا Aamaj News

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د ډنمارک پلازمینه کې د یو جلد قران کریم سوځولو په غبرګون کې وایي چې «د بیان آزادۍ تر نوم لاندې د نږدې دوه میلیارده مسلمانانو دین او عقیدې ته سپکاوی په هېڅ ډول د توجېه وړ نه دی.»

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت نن (یک‌شنبه د سلواغې ۹مه) را کړنه په «سختو ټکو» غندلې ده.

طالبانو همداشان له اروپایي وګړو غوښتي، چې خپل مسولیت ادا او د ورته کرکې پاروونکو کړنو مخنیوی وکړي.

ویل کېږي چې له سویډن او هالنډ وروسته؛ دا ځل د ډنمارک یوې سیاسي افراطي څېرې د ډنمارک پلازمینه کوپنهاګن ښار کې د ترکیې سفارت په وړاندې (جمعه د سلواغې ۷مه) یو جلد قران کریم سوځولی دی.

ترکیې، سعودي عربستان، کوېټ او یو شمېرو نورو اسلامي هېوادونو هم دا کړنه غندلې او د بیا تکرارېد د مخنیوي غوښتونکي یې شوي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ