د ښځو د زدهکړو څخه د طالبانو د مخنیوي په دوام، د دې ډلې د لوړو زدهکړو وزارت په یو مکتوب کې خصوصي پوهنتونونو او موسساتو ته امر کړی دی، چې ښځینه زدهکړیالانې جذب نه کړي.
په مکتوب کې راغلي: «د ښځينه زدهکړیالانو نوملیکنه تر امرثاني پورې مجاز نه ده.»
د طالبانو لوړو زدهکړو وزارت د زدهکړیالانو معینیت په مکتوب کې چې نن (شنبه د سلواغې ۸مه) په تولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، خصوصي پوهنتونونو او موسسات حق نه لري، چې پسرلني کانکور آزموینه کې ښځينه زدهکړیالانې جذب کړي.
د طالبانو لوړو زدهکړو وزارت په مکتوب کې همداشان راغلي، چې خصوصي پوهنتونونه او موسسات باید د کانکور ازموینې له ترسره کولو وړاندې پینځه ورځې وړاندې یاد وزارت او د آزموینو ملي اداره خبره کړي، تر څو د کانکور آزموینې له بهیر څخه د اروزنې لپاره ګډ هیئت وګماري.
د طالبانو لوړو زدهکړو وزارت تر اوسه د دې مکتوب په اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو لوړو زدهکړو وزارت له دې وړاندې د ښځو لوړې زدهکړې تر امر ثاني پورې منع اعلان کړې.