د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د فلسطین پر جنین ښار د اسرائیلي ځواکونو برید «وحشیانه» بللی او هغه یې په «سختو ټکو» غندلی دی.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت نن (جمعه د سلواغې ۷مه) يوه بیانیه کې ویلي: «طالبان له نړیوالو غواړي چې د فلسطین مظلومو وګړو د (انساني او اسلامي حقونو) د خوندیتوب لپاره، د اسرائیلو بشر ضد رژیم په وړاندې خپل غږ پورته او عملي کړنې ترسره کړي.»
د فلسطین د تشکیلاتو رییس محمود عباس د اسرائیلي ځواکونو د برید په پایله کې د ۹ فلسطیني وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې درې ورځې عمومي ماتم اعلان کړی دی.
پنجشنبه ورځ د جنین ښار کې د کډوالو پر یو کمپ د اسرائیلي ځواکونو برید کې د یوې ۶۱ کلنې ښځې په ګډون ۹ تنه ووژل شول.