طالبان: د وخت په تېرېدو سره به امریکا له موږ سره خپلې اړیکې ښې کړي

لخوا Aamaj News

د طالبانو سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر، له استوشیټېډپرس سره په ځانګړې مرکه کې ویلې؛ چې طالبان د نړۍ له هېوادونو، په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایلاتو سره د ښو اړیکو په لټه کې دي. نوموړي دې مرکه کې ټینګار کړی، چې امریکا به د وخت په تېرېدو سره د افغانستان په وړاندې، خپل سیاست ته بدلون ورکړي.

د طالبانو سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر، امیر خان متقي له یاد خبر‌ي آژانس سره په ځانګړې مرکه کې ټینګار کړی، چې د طالبانو سرپرست حکومت له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د امریکا متحده ایالاتو سره هېڅ ستونزه نه لري.

د طالبان حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست یو ځل بیا د طالبانو په وړاندې د امریکا بندیزونه بې ګټې بللي او د امریکا حکومت او خلکو ته یې په اشار‌ې سره ویلي: ” تاسې یو لوی ملت یاست او باید همدومره صبر او زړه ولرئ او جرعت وکړئ چې د افغانستان په اړه له نړیوالو قوانینو سره سم سیاست وکړئ او اختلافونو ته د پای ټکی کېږدی. خپل منځ کې فاصلې لنډې کړی او له افغانستان سره ښې اړیکې وټاکئ.”

متقي یو ځل بیا ټینګار کړی؛ چې طالبانو بدلون کړی. د نوموړي په وینا؛ طالبانو د قدرت په لاس کې اخیستو سره، سیاسي او اداري چارو کې پرمختګونه کړي. نوموړې زیاته کړې؛ هره ورځ چې تېرېږي، طالبان حکومتوالۍ کې لا ډېره تجربه ترلاسه کوي او پرمختګ کوي.
نوموړي په داسې حال کې دې بدلونونو ته اشاره کړې؛ چې د طالبانو کابینه کې هېڅ ښځینه شتون نه لري او د ښوونځي نجونې نه شي کولی له اووم ټولګي پورته ښوونځیو ته لاړې شي.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دې مرکه کې ادعا کړې؛ چې له ۳۴ ولایتونو څخه په لس ولایتونو کې نجونې تر دولسم ټولګي ښوونځیو ته ځې، خصوصي ښوونځي او پوهنتونونه بې له کوم بندیز څخه فعالیت کوي، او سل سلنه هغه مېرمنې چې پخوا یې د روغتیا سکتور کې دنده ترسره کوله، بېرته خپلو دندو ته راګرځېدلې دي. نوموړي څرګنده کړې؛ دا کړنې ښایي چې طالبان په اصولي ډول د ښځو ګډون ته ژمن دي.

په ورته وخت کې؛ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هغه راپورونه چې ګواکي د طالبانو د حکومت مخالفین اعدام او وژل کېږي، رد کړي او ویلي یې دي؛ له هغه مهاله چې عمومي عفوه اعلان شوې ده، طالبانو چاته زیان نه دی رسولی. خو نوموړي تېر دولت پر انتقام اخیستلو تورن کړ او زیاته یې کړه، چې ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو حکومت له سقوط وروسته، د طالبانو په وړاندې د انتقام پراخ بریدونه شوي.

طالبانو د روان کال د اسد په ۲۴ مه تېر حکومت سقوط کړ او قدرت یې په لاس کې واخیست، خو تر اوسه هېڅ هېواد دوی په رسمیت نه پېژني.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ