طالبانو د قصاص حکم د اجرا په اړه نیوکې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وبلل

لخوا Aamaj News

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد د قصاص حکم په اړه نیوکې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بللې او غندلې.

د طالبانو ویاند په فراه کې د قصاص پر تطبیق د نیوکې په غبرګون کې وايي «د اعدام سزا په امریکا او اروپا کې هم شته؛ خو دا چې په افغانستان کې د قصاص پر پلي کېدو نیوکه کوي په دې مانا ده چې یا د هېوادونو او بنسټونو معلومات او مطالعه نیمګړې ده او یا هم له اسلام سره ستونزه لري.»

مجاهد په یو ټوېټ کې لیکلي: «له بده مرغه یو شمېر هېوادونه او بنسټونه لا هم د افغانستان په اړه سمه پوهه او درک نه لري. افغانستان یو اسلامي هېواد دی، تر ۹۹ سلنه ډېر خلک یې مسلمانان دي او د اسلامي قوانینو او نظام د تطبیق لپاره یې ډېرې قربانۍ ورکړي دي.»

په فراه ولایت کې د طالبانو د محکمې د پرېکړې پر بنسټ د یو کس په عام محضر کې اعدام د نړیوالو غبرګونونه راپارولي دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر دا کار «ظالمانه، غیر انساني او سپکاوی کوونکي چلند او سزا» بللې ده.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ