د طالبانو لوړو زده کړو وزیر محصلینو ته: د غرب تبلیغاتي جګړې سره د مبارزې لپاره له ټولنیزو رسنیو کار واخلئ

لخوا Aamaj News

د طالبانو لوړو زده کړو وزير ننګرهار ته په سفر او د ختیځ زون د خصوصي او دولتي تعلیمي موسساتو له محصلینو سره خپل ليدنه کې له هغوی غوښتي چې د لوېديځ تبليغاتي جګړې سره د مبارزې لپاره له ټولنيزو رسنيو څخه کار واخلي او اجازه ورنکړي چې دوی خپلې ناوړې موخې ته ورسیږي.

ندا محمد ندیم له محصلینو سره په ناسته کې هغوی ته د یووالي بلنه ورکړې او له هغوی یې غوښتي چې د خپل علم او مسلک له لارې خپلو خلکو او هېواد ته خدمت وکړي.

د طالبانو لوړو زده کړو وزیر محصلینو ته په خطاب کې وویل: «د دې هېواد راتلونکی او د نورو له اقتصادي تړاو څخه یې ایستل ستاسو مسوولیت دی او د دې مسوولیت د ترسره کولو لپاره د ​​علم او پوهې په تر لاسه کولو کې لا زیاتې هڅې وکړئ.»

له بلې خوا نوموړي، محصلین د لوېدیځ فکري جګړې ته متوجه کړي او له هغوی یې وغوښتل چې د طالبانو نظام د پیاوړتیا لپاره کار وکړي او د بهرنیانو د دسیسو ښکار نه شي.

تر دې مخکې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ویلي وو چې هر طالب د ماینونو په اندازه چې چاودنه ورکړې د علمي امتیاز مستحق دی.

هغه زیاته کړې وه، طالب جنګیالي د خپلې علمي کچې او تحصیلي اسنادو د ارزولو لپاره دولتي ازموینې ته اړتیا نه لري او له دوی څخه ازموینه اخیستل «سپکاوی» دی.

د ښاغلي ندیم دغه څرګندونې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ