د بښنې نړیوال سازمان دسمنګان په یوه دیني مدرسه کې د چاودنې په غبرګون ویلي چې طالبان د امنیت په تامین کې مطلق پاتې راغلي دي.
د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې: «دا پېښه د خلکو په ځانګړې توګه هغو کسانو چې په ښوونځیو، جوماتونو، تعلیمي مرکزونو او عامه ځایونو کې په نښه کیږي د خوندیتوب لپاره د هر ډول مشخصو تدابیرو په نیولو کې د طالبانو بشپړه ناکامي څرګندوي.»
د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې چې دغه مرګونی برید نړۍ ته یو بله یادونه ده چې د افغانانو کړاوونه لا هم پای ته نه دي رسېدلي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي، افغانستان د نړۍ پام غواړي او د دغه هېواد د خلکو خوندیتوب لپاره باید پرېکنده هڅې وشي او د دغه ډول رټلي بریدونو مسوولین په عادلانه توګه محاکمه شي.
تر اوسه د سمنګان د پروني برید پړه کومه ډله پر غاړه نه ده اخیستې.
په دې چاودنه کې چې تېره ورځ (چهارشنبه د لېندۍ ۹مه) د سمنګان ولایت مرکز ایبک ښار په «الجهاد» مدرسه کې رامنځته شوه، د طالبانو د شمېرو له مخې، د دغې مدرسې ۱۰ تنه زده کوونکي وژل شوي او یو شمې نور ټپیان شوي دي.