طالبان: حکومت ټول شموله دی؛ خو رسنۍ په دې اړه ناسم تبلیغات کوي

لخوا Aamaj News

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې رافایلا ایوبیا سره په لیدنه کې ویلي چې د دوی حکومت «عملاً ټول شموله دی» او رسنۍ په دې اړه «ناسم تبلیغات کوي.»

د طالبانو د رییس الوزرا دفتر نن (یکشنبه د لېندۍ ٦مه) په یو لړ ټویټونو کې زیاته کړې چې د ښځو حقونه د «شریعت» په چوکاټ کې خوندي دي او په بېلابېلو څانګو کې په دندو بوختې دي.

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي، توماس نیکولاسون وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره چې ویلی و طالبانو په تېر یو کال کې په افغانستان کې د بشري حقونو د درناوي په برخه کې «جدي» شاتګ درلودلي دي، ویلی چې دا څرګندونې د «اړیکو د خرابېدو» لامل کیږي. نوموړی ټینګار کړی چې د دا ډول خبرو له تکرار څخه باید ډډه وشي.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړې چې اوسمهال په افغانستان کې ټول په «خوندي فضا» کې ژوند کوي او «عمومي عفوه» موجوده ده.

نوموړی همداراز په دې کتنه کې د په رسمیت پېژندنې پر موضوع ټينګار کړی او ويلی چې نړۍ بايد له هغوى سره مثبت تعامل ولري او نړيواله ټولنه بايد خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په همدې حال په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیره په دغه هېواد کې د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړی او طالبانو ته یې یادونه کړې چې د بشري مرستو د وېش بهیر دې سیاسي نه شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ څه باندې ۱۵ میاشتې تېریږي؛ خو تر اوسه کوم هیواد د دغې ډلې رژیم په رسمیت نه دی پیژندلی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ