طالبان: په امریکا کې له هرو دریو ښځو څخه یوې جنسي تیری او تاوتریخوالي تجربه کوي

لخوا Aamaj News

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي ادعا کړې چې په امریکا کې له هرو دریو ښځو څخه یوې جنسي تیری او تاوتریخوالي تجربه کوي.

نوموړي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) تر اعلامیې وروسته چې افغانستان د نړۍ په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی تر ټولو لوړه کچه لري، ویلي چې «ډیموکراسۍ د ښځو لپاره د تاوتریخوالی او تیري تر ټولو لوړه کچه لري.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نن (شنبه د لېندۍ ۵مه) په یو ټوېټ کې لیکلي، چې دغه شمېره نه یوازې د امریکا بلکې د «نورو دیموکراتیکو دولتونو» لپاره هم یو شان ده.

طالبانو د یوناما پر اعلامیې په نیوکې سره زیاته کړې چې د دوی حکومت مکلف دی چې له داسې برخلیک څخه د «ښځو د ساتنې» لپاره تدابیر وضع وکړي.

دوی په افغانستان کې له نړیوالو سازمانونو غوښتي چې «بشري تنوع» ته درناوی وکړي او «پخپل حد وي.»

یوناما تېره ورځ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلی و چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا راتګ او پر ښځو د سختو بندیزونو له لګولو وروسته ډېری د دوی حقونه لغوه شوي او یا هم محدود شوي دي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ