طالبانو د مارشال فهیم اکاډمۍ د جلب او جذب پخوانی قومندان ونیو

لخوا Aamaj News

په تخار کې سیمه ییزې سرچینې آماج ته وایي چې د طالبانو استخبارات د مارشال محمد قسیم فهیم اکاډمۍ د جلب او جذب پخوانی قوماندان، ډګروال عبدالوکیل ورسجي د دغه ولایت له مرکز تالقان ښار څخه نیولی دی.

د سرچينې په وينا، طالبانو ښاغلى ورسجي څلور ورځې وړاندې له ځانه سره بېولي او اوس يې د برخليک په اړه هیڅ ډول مالومات نشته.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، نوموړى يوه مياشت وړاندې له ايران څخه خپل کور ته راستون شوى و.

ښاغلی ورسجي د ولسي پاڅونونو قوماندان او د احمدشاه مسعود له ملګرو څخه هم و.

د طالبانو له خوا د پخوانیو پوځیانو نیول کومه نوې خبره نه ده. خو طالبانو دا ډول نیول ردوي او د خپل مشر پر عمومي بښنې ټینګار کوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ