طالبانو کورنیو چارو وزارت په جومات کې د چاودنې مرګ‌ژوبله ۴ مړه او ۲۵ ټپیان اعلان کړل

لخوا Aamaj News

د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ویلي، چې د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت یو جومات کې د چاودنې له امله ۴ تنه مړه شوي او څه کم ۲۵ تنه نور ټپیان شوي.

که څه هم د طالبانو کورنیو چارو وزارت ډېر مالومات نه دي ورکړي؛ خو ټینګار یې کړی چې دوی په دې اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې کابل ایمرجنسي روغتون ویلي وو، چې د طالبانو کورنیو چارو وزارت کې د نننۍ چاودنې څخه، یوازې شل تنه دې روغتون ته لېږدول شوي چې دوه کسانو یې روغتون ته رسېدو سره ژوند له لاسه ورکړی.

دا ټول په داسې حال کې دي، چې سرچینې آماج ته وایي چې په دې چاودنه کې نږدې سل تنه ټپیان او مړه شوي دي.

د یادې پېښې مسوولیت لا کومې ډلې یا کس په غاړه نه دی اخیستی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ