د طالبانو لوړو زده‌کړو وزارت: د کانکور ازموینه په دوو راتلونکو ورځو کې پیلېږي

لخوا Aamaj News

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت وايي چې د عمومي کانکور ازموینه به د روان کال د تلې میاشتې په ۱۴مه پیل شي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند، احمد تقي نن (سه شنبه د تلې ۱۲مه) ویلي، چې د ازموینو ملي ادارې د مهالوېش پر بنسټ به د کانکور ملي ازموینه روانه میاشت کې پیل شي.

د نوموړي په ​​وينا، ټاکل شوې د کانکور ازموینه د هېواد په ٣٣ ولايتونو کې هم مهاله د ١٤٠١ لمريز کال د تلې مياشتې په ١٤مه او بيا د روانې مياشتې په ٢١مه په کابل ښار کې واخیستل شي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله د کانکور ازموینه له ځنډ سره د زمري په میاشت کې واخیستل شوه.

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند ټینګار کړی، چې د کانکور ازموینه به د پخوا په پرتله «ډېره رڼه» وي او د هیچا پر وړاندې به هیڅ ډول خنډ شتون ونه لري.

د کانکور ازموینه په داسې حال کې اخیستل کېږي چې طالبانو تېر یو کال کې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته ښوونځيو ته د تګ اجازه نه ده ورکړې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ