د زده‌کړیالانو له لاریون څخه وېره؛ کابل پوهنتون پوځي وضعیت خپل کړی دی

لخوا Aamaj News

د کابل پوهنتون یو شمېر زده‌کړیالانې آماج نیوز ته وایيي چې یاد پوهنتون پوځي وضعیت خپل کړی دی او او ټولې زده‌کړیالانې هم ترهېدلې دي.

زده‌کړیالانې نن (دوشنبه د تلې ۱۱مه) وايي چې له سهار را په دېخوا پوهنتون کې طالب پوځيان په بې مخینې ډول زیات شوي دي.

طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل پلو له کابل پوهنتون څخه یوه سرچینه آماج نیوز ته وايي چې یاده کړنه په دې پوهنتون کې د زده‌کړیالانو د احتمالي لاریون د مخنیوي لپاره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې نن سهار طالبانو لاریونونو د مخنیوي لپاره، د بلخ پوهنتون لیلیه کې ښځينه زده‌کړیالانې بندي کړې دي؛ خو بیا هم یو شمېر زده‌کړیالانې واټونو ته را وتلې دي او پر کاج ښوونیز مرکز د برید له امله یې لاریون کړی دی.

اړوند لیکنې

1 تبصره

Kezii Radio November 5, 2023 - 2:17 am

very satisfying in terms of information thank you very much.

ځواب

یو نظر پریږدئ