طالبان: هزاره ګانو ته له تسلیت ویلو شرمیږو

لخوا Aamaj News

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر، انعام‌الله سمنګاني د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یوه لوړ پوړي چارواکي له خولې لیکلي چې دوی «هزاره ګانو ته له تسلیت ویلو» شرمیږي.

ښاغلي سمنګاني نن (دوشنبه د تلې ۱۱مه) په یو ټوېټ کې لیکلي: (پرون مې د کورنیو چارو وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي ته پیغام واستاوه، عجبه ده، تر اوسه هېڅ دولتي چارواکی د خواخوږۍ لپاره دشت برچي ته نه دی تللی. هغه وويل: «له تسلیت ویلو شرميږم. موږ د خپلو زده کوونکو هلکانو او نجونو څخه دفاع و نه شو کړای. موږ بايد په هر لحاظ له خپل ملت څخه دفاع وکړو. زموږ درد او غم يو دى.»)

دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت دفتر مشر، زین‌الله عابر په مشرۍ یوه پلاوي د کاج ښوونیز مرکز د قربانیانو له کورنیو سره وکتل او د وژل شویو کورنیو ته یې سل زره افغانۍ او ټپیانو ته پنځوس زره افغانۍ مرسته کړې.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) اعلان کړی چې تر اوسه د کاج پر ښوونیز مرکز له برید څخه د ۴۳ وژل شویو او ۸۳ ټپیانو هویت تایید کړی دی.

د کاج پر ښوونیز مرکز د تېرې جمعې ورځې برید د کابل په لوېدیځ کې پر ښوونیزو مرکزونو یو له ډېرو خونړیو بریدونو څخه دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ