لیله کې د زده‌کړیالانو مسموم کېدل؛ طالبان: دوی د خوړ په لګښت کې د بې احتیاطۍ له امله ناروغې شوې دي

لخوا Aamaj News

د طالبانو تر واک لاندې باختر دولتي خبري آژانس د کابل پوهنتون ښځینه زده‌کړیالانو مسموم کېدل رد کړي او ویلي یې دي، چې شااوخوا ۵۰ نجونې د خوړو په لګښت کې د بې احتیاطۍ له امله ناروغې شوې دي.

د باختر په وینا، دا نجونې په وخت سره د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوې دي.

یاد خبري آژانس زیاته کړې چې د زده‌کړیالانو له معایناتو وروسته، د مسمومیت کومه نښه نه ده ثبت شوې او د زده‌کړیالانو د بد حالۍ لامل د شپې ډوډۍ څخه ګټه اخیستنه وه.

دا په داسې حال کې ده، چې د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، تېره ورځ د کابل پوهنتون د لیلیې زده‌کړیالانې په داسې حال کې مسمومې شوې دي، چې د دې لیلیې کارکوونکې جوړې وې.

د یادونې وړ ده، داسې برېښېده چې د کابل پوهنتون زده‌کړیالانې د کابل لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز د شوي برید له امله یاد پوهنتون کې لاریون وکړي، چې یوه ورځ وړاندې په ډله‌ییز ډول ناروغې شوې.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ