د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي افغانستان کې د نجونو د زدهکړو باندې د بندیزونو د دوام په اړه د دې ډلې له رهبرانو غوښتني تر څو دوی باید د دې پرېکړې د دوام لپاره «شرعي دلیل» وړاندې کړي.
ستانکزي نن (سهشنبه د تلې ۵مه) په غونډه کې چې د ګرځندوی نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي: «زدهکړه پر نر او ښځه فرض ده او د ښځو د زدهکړې مخالفین باید شرعي دلیلونه وړاندې کړي.»
د طالبانو سیاسي مرستیال همداشان په دې غونډه کې ټينګار وکړ، دا د «اسلامي امارت» مسوولیت دی چې په هېواد کې د نر او ښځې لپاره له کوم توپیر پرته د زدهکړې لارې چارې برابرې کړي.
نوموړي همداشان زیاته کړې: «نړۍ موږ په توغندیو ولي، خو موږ یې نه شو ویشتلی؛ ځکه زموږ ښوونځي تړلي دي. نړۍ نه زموږ له واسکټ او نه هم زموږ له پګړۍ وېرېږي؛ بلکې دوی له توغندي وېرېږي.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د ملګرو ملتونو په ۷۷مه عمومي غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هغه څرګندونه ته په غبرګون کې چې ګواکي افغانستان دنړیوالو ترهګرو په امن پټنځای بدل شوی دی، خبرداری ورکړی چې پاکستان له نړۍ څخه د مرستو ترلاسه کولو لپاره نه باید د افغانانو له حیثیت سره لوبي وکړي.
نوموړي همداشان ادعا کړې چې امریکا یي بېپيلوټه الوتکې د پاکستان له خاورې څخه پر افغانستان بریدونه کړي او پاکستان له دې لارې میلیونونه ډالره ترلاسه کوي.