د هند ۱۸نیوز شبکه: طالبان د پاکستان له قید او شرط پرته بښنې غوښتول غوښتونکي شول

لخوا Aamaj News

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له هغه سختو څرګندونو وروسته، چې ګواکي افغانستان د داعش او پاکستاني طالبانو تحریک په ګډون د تروریستي ډلو امن پټنځای شوی دی؛ طالبان د پاکستان له قید او شرط پرته بښنې غوښتلو غوښتونکي شوي.

د هند ۱۸نیوز شبکې نن (یکشنبه د تلې درېیمه) له خپلې سرچینې څخه په نقل قول یو راپور کې ویلي چې طالبانو د پاکستان له دولت غوښتي، تر څو ملګرو ملتونو کې د شهباز شریف د خبرو له امله له دوی بښنه وغواړي.

یادې شبکې همداشان له یو طالب چارواکي څخه په نقل قول چې نه یې دي غوښتي نوم یې واخیستل شي دا خبرې «بې ځای او سپکاوی» بللې دي.

د هند ۱۸نیوز که څه هم په دې اړه ډېر مالومات نه دي ورکړي؛ خو ټینګار یې کړی چې د شریف څرګندونې او له هغو سره د طالبانو مخالفت کولی شي د افغانستان او ګاونډي ترمنځ یې شخړې ډېرې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان لومړي وزیر د ملګرو ملتونو ۷۷مه عمومي غونډه کې د خپلې وینا پر مهال وویل چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د «ترهګرو امن جنت» باندې بدل شوی دی.

اړوند لیکنې

1 تبصره

Antenne MV - Barbara Schöneberger November 5, 2023 - 2:07 am

Excellent article! We will be linking to this particularly great article on our website. Keep up the good writing.

ځواب

یو نظر پریږدئ