طالبان: د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي

لخوا Aamaj News

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په اړه د امریکا او پاکستان په ګډون د ځینو هېوادونو د اندېښنې په غبرګون کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن (شنبه، د تلې ۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي چې دا اندېښنې د ناسمو معلوماتو پر بنسټ تر سره شوي دي.

دغه وزارت همداراز ویلی چې اوسمهال په افغانستان کې هیڅ وسله واله ډله شتون نه لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په دې خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ څوکۍ دې د افغانستان اوسني حکومت ته وسپارل شي څو د سیمې او نړۍ هېوادونه د افغانستان له شته واقعیتونو خبر شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا غبرګون په داسې حال کې دی چې د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شریف تېره ورځ (جمعه) د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپله وینا کې ویلی چې افغانستان د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته د تروریستانو په مرکز بدل شوی دی.

شریف د اندېښنې په ښودلو سره ویلی چې القاعده، داعش، د پاکستاني طالبانو تحریک، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د ازبېکستان اسلامي غورځنګ په افغانستان کې فعالیت لري.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ