تلګراف ورځپاڼه: نورالله منیر د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو د ملاتړ له امله له دندې ګوښه شوی دی

لخوا Aamaj News

ټلګراف ورځپاڼې په یوه راپور کې د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو له قوله ویلي چې د دې ډلې د پوهنې پخوانی وزیر، نورالله منیر له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو د بیا ملاتړ لکبله له دندې ګوښه شوی دی.

ټلګراف د دغو چارواکو د نوم له اخیستو پرته زیاته کړې: «د طالبانو ډېری چارواکی غواړی چې د نجونو پر زده کړو د بندیز پر ضد خپل غږ پورته کړی؛ خو دوی دومره زړور نه دي چې په عام محضر دا کار وکړي.»

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې د طالبانو لوړ پوړي چارواکي په چوپه خپلې لوڼې له هېواد نه بهر «قطر او پاکستان» ښوونځیو او یا هم د افغانستان په لویو ښارونو لکه کابل کې پټو ښوونځیو ته استوي.

په همدې حال طالبانو ټلګراف ته ویلي چې د دوی له مشر، ملا هبت الله اخندزاده پرته نور ډېر طالب چارواکي د نجونو د تعلیم او زده کړې ملاتړ کوي.

ویل کیږي چې د طالبانو له خوا د پوهنې ګوښه کړای شوی وزیر، نورالله منیر هغه څوک و چې د روان کال د وري په میاشت کې یې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو غوښتنه په مستقیم ډول د طالبانو مشر ته وړاندې کړه. د طالبانو د یوې څېرې په وینا، ښاغلي منیر «درې ورځې انتظار وکړ، خو د هغه وړاندیز رد شو، چې دا د هغه د لوی شرم او مایوسۍ لامل شو.»

طالبانو ټلګراف ته ویلي چې هبت الله اخندزاده یو داسې کس د پوهنې د وزیر په توګه ټاکلی چې د طالبانو د حلقې یوه برخه ده چې د ښځو او نجونو د تعلیم سخت مخالف دی.

مولوي حبیب الله آغا د کندهار د ولایتي شورا پخوانی رییس او د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده نږدې ملګری دی، چې په دې وروستیو کې د پوهنې د وزیر په توګه ټاکل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې نورالله منير په دې وروستيو کې ويلي وو چې په لیرو پرتو سيمو کې خلک نه غواړي تر ١٦ کالو پورته لوڼي ښوونځيو ته واستوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ