د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د افغانستان خاوره کې د جیش محمد ډلې د رهبر شتون رد کړ

لخوا Aamaj News

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د افغانستان خاوره کې د جیش محمد ډلې د مشر مسعود ازهر د شتون په اړه د پاکستاني رسنیو راپورونه رد کړل.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر عبدالقهار بلخي یو ټوېټ کې لیکلي چې د دوی حکومت د دولتونو هېڅ مخالفې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

نوموړي همداشان زیاته کړې، چې هېڅ لوری نه باید له دې وروسته له سندونو او شواهدو پرته پر دوی داسې تور ولګوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان دولت افغانستان کې له طالبانو غوښتي، چې د جیش محمد ډلې مشر مسعود ازهر ونیسي.

د راپورونو پر بنسټ، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د مسعود ازهر د پلټلو او نیولو لپاره افغانستان کې طالبانو ته لیک استولی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ