د طالبانو امر بالمعروف ویاند: د پنجشېر خلک باید د «بغاوت کوونکو» مخنیوی وکړي

لخوا Aamaj News

د طالبانو امر بالمعروف وزارت ویاند نن سه شنبه د «وږې ۲۲مه» په خپله ټوېټر پاڼه له هغه مقاومت کوونکو څخه چې د دوی په وړاندې جنګېږي، د «بغاوت کوونکو» په توګه یادونه کړې او ټینګار یې کړی چې د پنجشېر خلک نه باید مقاومت کوونکو ته یاد ولایت کې د فعالیت اجازه ورکړي.

عاکف د چا له نوم اخیستو پرته پخواني سیاسون په غلا او بډې اخیستو تورن کړي او ویلي یې دي: «هغوی چې خلکو ته د خدمت په نوم تېر شل کاله بهر کې د ځان لپاره شتمني جوړه کړې اوس یې ورسره نوي سوداګري پیل او تېښته کړې ده.»

د امربالمعروف وزارت ویاند دا خبرې په داسې حال کې کړې دي، چې تېرو ورځو کې د طالبانو دفاع وزارت د یادې ډلې په صفونو کې د پنجشېري ځوانانو له «جلب او جذب» څخه خبر ورکړی دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ