متقي: هڅه کړو افغانستان د مرکزي او سویلي آسیا د وصل په ټکي بدل کړو

لخوا Aamaj News

د طالبانو حکومت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د یاد وزارت کلني راپور په ناسته کې ویلي چې دوی په پام کې لري افغانستان د مرکزي او جنوبي آسیا داقتصادي وصل په ټکي بدل کړي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امریکا ته په خطاب کې ویلي: «نور د افغانستان هوایي حریم مه نقض کوئ.»

متقي زیاته کړې چې واشنګټن باید د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي او نور باید د افغانستان هوایي حریم نقض نه کړي.

نوموړي څرګنده کړې چې تېر یو کال کې د هېواد ټول بندرونه د سوداګرۍ پر مخ خلاص شول او د سوداګرۍ لپاره آسانتیاوې برابرې شوې دي.

متقي زیاته کړې چې د دوی هیئت د اړیکو پراخولو لپاره بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کړي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر وایي د دې سربېره چې دوی په رسمیت نه دي پېژندلي شوي، خو له افغانستان څخه بهر د دې ډلې سفرونه رسمي وو.

امیرخان متقي څرګنده کړې: «د آسلام‌آباد اسلامي ناستې، انتالیا ناستې، د مسکو فارمټ ناستې او چین ته په رسمي ډول بلل شوي وو.»

امیرخان متقي همداشان وویل چې په بېلابېلو هېوادونو کې یو شمېر سفارت خونو خپل فعالیتونه پیل کړي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړې: «کابل کې ۲۱سیاسي استازولیو او قونسلیو، د نړیوالو سازمانونو دفترونو خپل فعالیتونه بیا پیل کړي دي او له هېواد څخه بهر له ۳۵ سیاسي استازولیو او قونسلیو سره فعاله او ګټورې اړیکې ټینګې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې چې طالبانو متوازن سیاست خپل کړی او له هېڅ هېواد سره به طرف ونه نیسي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر په اقتصاد محوره پالیسۍ باندې ټینګار کړی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ