متقي له لاوروف سره خواخوږي څرګنده کړه

لخوا Aamaj News

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر، سرګي لاوروف سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

امیرخان متقي په کابل کې د روسیې سفارت مخې ته د نن ورځې ځانمرګي برید ته په اشارې سره وویل، دواړه لوري باید اجازه ورنه کړي چې دوښمنانو د دا ډول بریدونو په ترسره کولو سره د دواړو هېوادونو نږدې او مثبتې اړیکې زیانمنې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت په یو لړ ټویټونو کې ویلي، ښاغلي متقي په کابل کې د روسیې سفارت مخې ته د نننۍ پېښې د څېړلو او د دغه سفارت امنیت ته د ځانګړې پاملرنې ډاډ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د دغه هېواد پر سفارت د نن ورځې برید په غبرګون کې ویلي وو چې د دغه برید عاملین به ځواب ویونکي کړي.

سرګي لاوروف نن له چاودنې یو ساعت وروسته په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې د افغانستان په ګډون په سیمه کې د ترهګرۍ ګواښ لا له منځه نه دی تللی.

دغه روسي چارواکي د دغې پېښې د عاملینو د پېژندلو غوښتونکی شوی.

لاوروف ټینګار کړی چې له دې پېښې وروسته په کابل کې د روسیې د سفارت امنیت زیات شوی دی.

نوموړي زیاته کړې: «هغه چا چې دا ترهګریز برید ترسره کړی په نږدې راتلونکي کې به ځواب ووایي.»

هغه د نن ورځې په برید کې د وژل شویو دوو ډیپلوماټانو په یاد هم یوه دقیقه چوپتیا غوره کړه.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ