د بښنې نړیوال سازمان په ایران او ترکیه کې د افغان کډوالو د وژلو، شکنجو، بد چلند او نیولو خبر ورکړ

لخوا Aamaj News

د بښنې نړیوال سازمان اعلان کړی چې د ایران او ترکیې امنیتي ځواکونو په وار وار هغه افغانان چې د امنیتي ګواښونو له امله هڅه کوي له پولې واوړي، په غیر قانوني ډزو سره شاته کړي دي.

د بخښنې د نړیوال سازمان په خبرپاڼه کې چې نن (چهارشنبه، وږې ۹مه) خپره شوه، راغلي: «هغه کسان چې ایران یا ترکیې ته په ننوتو بریالي کیږي، په معمول ډول پخپلسری نیول کیږي او تر غیر قانوني او جبري ستنېدو مخکې، له شکنجې او نور ناوړه چلند سره مخ کېږي.»

دغه سازمان دې ته په اشارې سره چې د ۲۰۲۱ کال له اپریل څخه د ۲۰۲۲ کال تر مې میاشتې پورې د ایران امنیتي ځواکونو ۱۱ افغانان او د ترکیې امنیتي ځواکونو ۳ افغان اتباع وژلي، یادونه کړې چې څېړنې ښيي چې له وژل شویو کسانو څخه هیڅ یو هم امنیتي مامورینو ته واقعي او نږدې پېښېدونکی ګواښ نه و پېښ کړی.

د بښنې نړیوال سازمان یو شمېر څېړونکو د روان کال په مارچ میاشت کې افغانستان ته سفر کړی او د هرات او اسلام قلعې په ښارونو کې یې له ۷۴ کسانو سره چې د ایران او ترکیې څخه ایستل شوي وو، مرکه کړې ده.

په راپور کې د مرکه شویو ۴۸ کسانو ویلي چې د پولې څخه د تېرېدو پر مهال د پوله ساتو لخوا ډزي پر شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې، د دوی مستند جوړونه په ډاګه کړې چې ایراني امنیتي ځواکونو په غیر قانوني توګه د کډوالو پر موټرو په ډزو سره، افغانان وژلي او یا یې ټپیان کړي دي.

خبرپاڼه زیاته کړې چې ګواښونه یوازې په پولو نه ختمیږي؛ ځکه چې له ډېرو هغو کسانو سره چې خبرې شوې دي د ایران او ترکیې په زندانونو کې د شکنجې او بد چلند یادونه هم کړې ده.

د بښنې نړیوال سازمان اعلان کړی، له ۳۵ کسانو سره مرکه کړې چې غوښتل یې د ترکیې له پولي واوړي او د دغو ۳۵ کسانو څخه ۲۳ تنه یې ویلي چې برید پرې شوی دی.

د بښنې نړیوال سازمان د ایران او ترکیې له حکومتونو غوښتي چې د کډوالۍ په چارو کې د دوی امنیتي ځواکونه د شکنجې او نورو ناوړه چلند د مخنیوي په برخه کې نړیوال قوانین پلي کړي.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره، د دغه هېواد ګڼ شمېر وګړي په ناقانونه توګه ايران، ترکيې او اروپايي هېوادونو ته په بېلابېلو دلايلو مخه کوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ