د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له افغانستانه د وروستي امریکايي سرتېري د وتلو په مناسبت سبا (چهارشنبه، وږې ۹مه) عمومي رخصتي اعلان کړې ده.
ټاکل شوې ده چې طالبانو د وږې نهمه په رسمي ډول لمانځي.
یو کال وړاندې په همدې ورځ پنټاګون اعلان وکړ چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر بشپړ شوی او په دې توګه په افغانستان کې د امریکا او ناټو شل کلنه جګړه په رسمي ډول پای ته ورسېده.