مجاهد: امريکايي بې پيلوټه الوتکې له پاکستان څخه افغانستان ته ننوځې

لخوا Aamaj News

د طالبانو دفاع وزیر، ملا یعقوب مجاهد وايي، پاکستان خپل هوايي حریم امریکايي بې پیلوټه الوتکو ته په واک کې ورکوي څو پر افغانستان برید وکړي.

ښاغلي مجاهد نن (یکشنبه، وږې ۶مه) د طالبانو د پوځ له لوی درستیز، قاري فصیح الدین فطرت سره یوځای په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې امریکايي بې پیلوټه الوتکې له پاکستانه افغانستان ته ننوځې او پاکستان دغو الوتکو ته خپل هوايي حریم په واک کې ورکوي چې پر افغانستان برید وکړي.

نوموړی د افغانستان په هوايي حریم کې د بې پیلوټه الوتکو ګزمې په امریکا پورې تړلې ګڼي او وايي چې د امریکا دا کار د افغانستان پر حریم تېری دی.

هغه يادونه کړې چې دوى دغه اندېښنه له امريکايي لوري سره په خبرو کې شريکه کړې ده.

ملا یعقوب له پاکستانه غوښتي چې خپل هوايي حریم دې امریکايي الوتکو ته په واک نه ورکوي.

د طالبانو دفاع وزیر د هغو چورلکو او الوتکو په تړاو چې د رژیم له بدلون سره ګاونډیو هېوادونو ته لېږدول شوې، وايي چې دغه الوتکې د افغانستان د خلکو دي او د بېرته ستنولو هڅې یې روانې دي.

د هغه په ​​وينا، د طالبانو د ملي دفاع وزارت د ځواکونو شمېر يو لک او پنځوس زرو تنو ته رسېږي او د ليکو د تصفيې او د نورو ځواکونو د جلب او جذب لړۍ لا هم روانه ده.

ملا يعقوب زياته کړې ”موږ اته سرحدي لوا لرو چې په هره لوا کې شاوخوا درې زره ځواکونه ځای پر ځای دي او موږ په هر ډول له خپلې خاورې دفاع کوو.“

د طالبانو د دفاع وزارت د چارسمبالي دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د روانې میلادي میاشتې په پیل کې امریکا اعلان وکړ چې د دغه هیواد د بې پیلوټه الوتکې د برید په پایله کې د کابل په شېرپور سیمه کې د القاعده شبکې مشر، ایمن الظواهري وژل شوی دی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ