مجاهد: لا تراوسه د برید له ځای څخه د الظواهري د مړي په موندلو نه یو بریالي شوي

لخوا Aamaj News

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې تر اوسه یې د پېښې له ځای څخه د ایمن الظواهري مړی موندلی نه دی.

مجاهد نن (پنجشنبه د وږي درېیمه) کابل کې د امریکا بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د ایمن الظواهري له وژل کېدو څه باندې یوه میاشت وروسته، یوه خبري ناسته کې وویل چې لا نه دي بریالي شوي چې د برید له ځای څخه د ایمن الظواهري مړی ومومي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا متحده ایالاتو د روانې میلادي میاشتې په پیل کې خبر ورکړ چې د جولای په ۳۱مه یې کابل کې د القاعده شبکې رهبر وژلی دی.

د یادونې وړ ده چې کابل کې د القاعده شبکې د رهبر وژل کېدو سخت کورني او نړیوال غبرګونونه له ځان سره درلودل او امریکا طالبان د دوحې هوکړه لیک په نقض کولو تورن کړي.

طالبانو له دې وړاندې ویلي وو چې د یادې پېښې په تړاو څېړنه کړي، خو څرګنده نه ده چې د یادو څېړنو وروستۍ پایلې په څه وخت خپرې شي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ