طالبان: په افغانستان کې داعش په بې‌‌مخینې ډول ځپل شوی

لخوا Aamaj News

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي چې په افغانستان کې داعش په بې‌‌مخینې ډول ځپل شوی.

نوموړي نن (پنجشنبه د وږي درېیمه) کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د روسيې په ګډون د سیمې هېوادونه دې د افغانستان له خاورې نور د داعش دلې له خوا هېڅ ډول اندېښنه نه لري.

نوموړي د افغانستان هوايي حریم کې بې‌پیلوټه الوتکو ګرځېدو ته په اشارې سره ویلي چې دا الوتکې په امریکا پورې اړه لري او د دوی پلاوی یې په اړه له امریکا سره خبرې‌اترې کړي.

د طالبانو ویاند افغانستان کې د ملي خبرو‌اترو بهیر د پیل په اړه د هند بهرنیو چارو وزیر څرګندونو په غبرګون کې زیاته کړې، چې طالبان د «سیاسي مخالفینو» بیا راستنېدو لپاره له ټولو لارو چارو ګټه اخلي.

ذبیح‌الله مجاهد وویل چې د افغانستان له خاورې به د هېڅ هېواد په وړاندې ګټه نه اخیستل کېږي.

د مجاهد دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د روسیې دفاع وزیر په دې وروستیو کې ویلي چې افغانستان کې داعش او القاعده فعال دي او د مذهبي راډيکالېزم ايډیولوژي او بې پولې جنایتونو په پراخېدو دي.

شرګي شایګو وویل د افغانستان شرایطو ته په پام سره، روسیه د منځنۍ آسیا د امنیت ټينګولو لپاره ځينې کړنې ترسره کوي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ