طالبان د زمري ۲۸مې په مناسبت: افغانستان کې بې بېلګې امنیت ټینګ او اسلامي نظام واکمن دی

لخوا Aamaj News

طالبانو د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۳مې کلیزې په مناسبت یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د هېواد وګړي خپلواکي په داسې حال کې لمانځي چې هېواد کې «بې بېلګې امنیت ټینګ او بشپړ اسلامي نظام حاکم شوی.»

طالبانو یاده خبرپاڼه کې نړیوالې ټولنې ته خبرداری ورکړی چې پر دې هېواد د یرغل له تجربې د «عبرت درس» واخلي او له دې وروسته د یو بل چارو کې د نه لاسوهنې پالیسۍ پر ژمنه ودرېږي.

د دې سربېره چې طالبانو لا د هېڅ هېواد لخوا مشروعیت نه دی ترلاسه کړی، دوی ادعا کړې چې «اسلامي امارت د خپلواک او بشپړ مشروع نظام په توګه تل د دې لوړو ارزښتونو درناوي ته ژمن دی.»

دوی یو ځل بیا د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د کلکو اړیکو غوښتونکي شوي.

د طالبانو دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې تېره ورځ افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیال دفتر (یوناما) ویلي وو، چې وروستیو بمي چاودنو کې ۲۵۰ تنه وژل او تپیان شوي او د دې هېواد امنیت د خرابېدو په حال کې دی.

طالبان په داسې حال کې د اسلامي نظام له واکمنېدو خبرې کړي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړل کېدو، ناقانونه وژنو او له خلکو سره خراب چلند د اسلام په هېڅ ځای کې نه دي راغلي.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ