طالبانو پر غزې د اسراييلو هغه هوايي بريدونه غندلي چې له امله يې لس تنه وژل شوي دي

لخوا Aamaj News

طالبانو پر غزې د اسرائیلو هوايي بریدونه غندلي دي چې په پایله کې یې ګڼ شمېر فلسطینیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له نړۍ غوښتي چې د اسرائیلو د ”وحشت او تیري» په مخنیوي کې خپل مسوولیت ادا کړي.

د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د کړکېچ د دوام هم مهاله، د اسرائیلو پوځ په غزې هوايي بریدونه کړي چې په پایله کې یې د اسلامي جهاد د مشر په ګډون ۱۰ تنه وژل شوي دي.

اسرائیل ویلي چې د دغه برید موخه چې تېره ورځ (جمعه) ترسره شو، د اسلامي جهاد ډلې ملیشه وو.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ