طالبانو دفاع وزیر: افغانستان کې د اوسني حکومت په رسمیت پېژندل د امریکا به ګټه دي

لخوا Aamaj News

د طالبانو دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د امریکا ملي راډیو «اېن‌پي‌آر» سره مرکه کې ویلي چې افغانستان کې د اوسني حکومت په رسمیت پېژندل د امریکا په ګټه دي.

نوموړي زیاته کړې چې ډېر هېوادونه شته چې د افغانستان په پرتله له امریکا سره ډېر مخالفت لري؛ خو امریکا هغه هېوادونه په رسمیت پېژني.

د طالبانو دفاع وزیر افغانستان کې د اساسي قانون جوړول یوه اړتیا بللې ده.

دا مرکه قندهار کې د ملا یعقوب په پلرني استوګنځي کې شوې ده.

ملا یعقوب د طالب ځواکونو لخوا د هېواد په ګوټ ګوټ کې د بشر حقونو د تر پښو لاندې کولو ګڼ شمېر راپورونه رد کړي دي.

نوموړي د ملګرو ملتونو سازمان د راپور په رد کولو سره ویلي چې سرغړوونکو کسانو د څارنې لپاره پوځي محکمې شتون لري.

د طالبانو دفاع وزیر دا مرکه د افغانستان په پلازمینه کې د القاعدې د رهبر له وژلو سره هم‌مهاله ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو نږدې یو کلنه واکمنۍ کې، تر اوسه هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

اړوند لیکنې

یو نظر پریږدئ