په کابل کې د القاعدې د مشر، ایمن الظواهري د وژل کیدو له تایید څخه کابو یوه اونۍ وروسته، طالبانو د دې خبر په غبرګون کې د الظواهري له حضور څخه ناخبري څرګنده کړې او ویلي یې دي چې ”د افغانستان اسلامي امارت دې ځای ته د ایمن الظواهري له راتګ او استوګني خبر نه دی.“
طالبانو نن (پنجشنبه، زمري ۱۳مه) د یوې اعلامیې په خپرولو د امریکا د بې پیلوټه الوتکې هغه برید په کلکه وغانده چې په کابل کې یې د القاعدې مشر وواژه.
طالبانو په دې اعلاميه کې امريکا ته خبرداری ورکړی چې د دا ډول پېښو د تکرار په صورت، پايلي به یې د واشنګټن پر غاړه وي.
په کابل کې د القاعدې د یوه خطرناک مشر له وژل کېدو سره سره، طالبانو ټینګار کړی چې ”د امریکا په ګډون د افغانستان له خاورې د هیچا لپاره خطر نشته.“
طالبانو یو ځل بیا امریکا د خپلو ژمنو په ماتولو تورنه کړې او ویلي یې دي چې ”امریکایانو ټول نړیوال اصول تر پښو لاندې کړي او ظلمونه یې کړي دي.“
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د القاعدې مشر له وژل کېدو سره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن په یوه اعلامیه کې ویلي و چې طالبانو الظواهري ته په افغانستان کې د ځای په ورکولو سره د دوحې له تړون څخه ”بربنډه سرغړونه“ کړې ده.