رویترز له یو طالب چارواکي څخه په نقل قول راپور ورکړی چې د دوی لوړپوړي رهبران کابل کې د امریکا بېپیلوټه الوتکې په برید کې دالقاعده شبکې د رهبر الظواهري د وژل کېدو په تړاو د امریکا د دعا په اړه په څېړنه بوخت دي.
په دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین په یو پیغام کې خبریالانو ته ویلي، چې د طالبانو د دریځ په اړه یې هېڅ خبر نه دی ترلاسه کړی. شاهین زیاته کړې «د کابل زیاتو مالوماتو او غبرګون ته په تمه یو».
د طالبانو سیاسي دفتر رییس ویلي چې دوی لا هم په ۲۰۲۰ کال دوحه کې لاسلیک شوې هوکړه لیک ته ژمن دي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه بیانیه کې وویل چې طالبانو الظواهري ته په پناه ورکولو او کوربهتوب سره یاد هوکړه لیک «په ډېر سخت ډول تر پښو لاندې کړی دی».
طالب چارواکو لومړیو کې د یکشنبې ورځې د بېپیلوټه الوتکې برید ومنلو، خو ویې ویل چې موخه ګرځول شوی استوګنځی خالي وو.
دالقاعده شبکې رهبر او په نیویارک کې د سپټمبر ۱۱مې د برید یو له اصلي جوړونکو ایمن الظواهري د وژل کېدو موضوع په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې طالبانو څو څو ځلې په خپلو ناستو او مرکو کې ژمنه کړې چې د افغانستان له خاورې به د نورو هېوادونو لپاره د امنیتي ګواښ پېښېدو اجازه ورنه کړي.