د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د تایوان په هکله د چین او امریکا د اختلافونو په اړه ویلي؛ چې دواړه هېوادونه دې خپل اختلافونه د له مناسبې لارې حل کړي.
بلخي نن (چهارشنبه د زمري ۱۲مه) د یو لړ ټوېټونو په خپرولو سره لیکلي، چې د چین او متحده ایالاتو اړیکې د سیمې پر امنیت، ثبات او سوکالۍ اغېز لري.
نوموړي له ټولو هېوادونو غوښتي تر څو له هغه پرېکړو مخنیوی وشي، چې دهېوادونو د ملي واکمنۍ تر پښو لاندې کولو او تحریک کوونکو کړنو لامل کېږي.
نوموړي څرګنده کړې چې طالبان د واحد چین پر سیاست ټينګار لري او د چین او امریکا اختلافونه دې له مناسبو لارو حل شي، تر څو وتوانېږي د سیمې او نړۍ د پراختیا، سولې او ثبات لپاره له یو بل سره مرسته وکړي.
د یادونې وړه؛ چې تایوان ته د امریکا د استازو مجلس د رییسې ناسي پلوسي له سفر وروسته د چین او امریکا اختلافونو زور واخیست.
1 تبصره
… [Trackback]
[…] Find More Information here to that Topic: aamajnews24.com/ps/taliban-356/ […]