د طالبان امر بالمعروف او نهيې عن المنکر وزیر محمد خالد حنفي وايي چې د دوی له رهبر ملا هبتالله آخندزاده څخه اطاعت د هر فرد «ملي وجیبه» ده.
نوموړي تېره ورځ (شنبه د زمري ۸مه) جوزجان د خپل سفر پر مهال یوې غونډې ته ویلي: «د اسلامي امارت نظام د خلکو د مرستو او د زرګونه مجاهدینو د ځان فدا کولو په لړ کې رامنځته شوی او له غلامی سره تعامل نه مني.»
نوموړي څرګنده کړې چې طالبان به د شریعت په پلې کولو سره د ځوانانو ذهنیت جوړونه وکړي. ځکه د نوموړي په وینا په تېرو شل کالونو کې «یرغلګرو» د ځوانانو ذهنونه لوېدیځ کړي.
حنفي زیاته کړې: «انسان هغه مهال د خپل ژوند اصلي موخې ته رسېږي چې د دین بنسټونو او اصولو سره سم عمل وکړي.»
په ورته وخت کې د امر بالمعروف او نهیې عن المنکر وزیر زیاته کړې چې د بشر حقونو سازمان له اسلام خبر نه لري او تل د ښځو په وړاندې بندیزونه لګول او ځورونې راوړاندې کوي؛ په داسې حال کې چې تر ټول ښه حق اسلام ښځو ته ورکړی.
نوموړي زیاته کړې: «د اسلام دوښمنان غواړي اوس د پیسو په ورکولو سره بې حجابۍ ته پراختیا ورکړي چې په خپل پروګرام کې نه بریالي کېږي.»