ملا هبتالله اخندزاده له طالب والیانو سره په لیدنه کې ویلي، چې د اشخاصو لخوا جوړ شوي قوانین د پلي کولو وړ نه دي. د طالبانو مشر زیاته کړې: «قوم پالنې او تعصب له منځه یوسئ.»
د طالبانو د وياند ذبيحالله مجاهد لخوا په خپره شوې بیانیه، چې د طالبانو مشر پرون (چهارشنبه، د زمري ٥مه) په کندهار کې له طالب واليانو سره کتلی دی.
نوموړي په دې لیدنه کې زیاته کړې: «د طالبانو په حکومت کې یوازې او یوازې د خدای حکم عملي کېدای شي او ټولې ستونزې د شریعت پر اساس حل کېږي او ټولې پرېکړې د شریعت له مخې نیول کېږي.»
د طالبانو مشر واليانو ته ویلی دی چې د سوالګرو ښځو لپاره دې معاش وټاکي څو سوال کولو ته اړتیا و نه لري.
له بلې خوا ملا هبتالله خپلو والیانو ته امر کړی چې د پخوانیو پوځیانو له یتیمانو سره هم مرسته وکړي.
طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته د افغانستان د اساسي قانون په ګډون ټول قوانین لغوه اعلان کړل.