پر طالبانو د سیګار نیوکه؛ دا ډله له هېچا سره سوله نه کړي

لخوا Aamaj News

د افغانستان لپاره د امریکا د بیارغونې ځانګړې څېړنیزې ادارې دفتر«سیګار» په یو راپور کې چې د اشرف غني پر تېښته، د تېر دولت سقوط او د طالبانو چټک پرمختګ ته کتنه کړې وایي چې طالبانو د خپلې نارینه کابینې له معرفي کولو سره وښودله چې بې له ځان څخه له هېچا سره سولې ته اړتیا نه ویني.

سیګتر د ملګرو ملتونو یو راپور ته په اشارې سره وایي چې د طالبانو سرپرست حکومت د هغه کسانو لپاره چې ټولشموله حکومت ته خوښ دي او یا ملاتړ یې کړي، ناهیلیتوب دی. د دغه بنسټ په وینا؛ د طالبانو نارینه کابینې جوړښت ډېره د یو تحریک لپاره جوړه شوې، چې نړیوالې ټولنې او نورو افغانانو ته ښایي چې اوس طالبان پرته له ځان څخه، هېچا سره د سولې لپاره کوم دلیل نه لري.

د سیګار د راپور له مخې؛ د طالبانو کابینه کې هېڅ داسې کس نشته، چې د دوی له حلقې بیرون وي، د تېر حکومت او یا هم د اقلیتونو د رهبرۍ له څېرو وي. او د دوی د کابینې ډېری غړې د دوی د لومړۍ واکمنۍ یا له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ م کال پورې د رهبرۍ غړي پاتې شوي.

سیګار د طالبانو کابینې د نوم او کاري تجربې په خپرولو سره وایي؛ چې د طالبانو صدراعظم ملا محمد حسن آخند، د نوموړي دوه مرستیالان او یادې ډلې د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو سازمان د بندیزونو په نوملړ کې دي.

طالبانو په افغانستان کې له واک ته رسېدو وروسته؛ خپله کابینه چې ټوله د یادې ډلې له خلکو جوړه ده، د ملا هیبت الله په مشرۍ او د ملا محمد حسن آخند په صدراعظمۍ سره د سمبلې میاشتې په ۱۶ نېټه اعلان کړه. چې دې کابینه کې له هزاره قوم او ښځو هېڅوک شتون نه لري. دا کابینه له کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

دا په داسې حال کې ده؛ چې نړسوالې ټولنې او نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې واک ته رسېدلي رژیم په رسمیت پېژندل، د ټولشموله حکومت په جوړښت، د بشري حقونو په رعایت، دندو ته د ښځو په راګرځېدو او د فغان ښځو او نجونو لپاره د زدکړو د حق ورکولو پورې تړلې. چې د نړیوالې ټولنې په وینا طالبان تراوسه نه دي توانېدلي چې دا شرطونه پوره کړي.

اړوند لیکنې

1 تبصره

ดูหนังออนไลน์ฟรี March 27, 2024 - 12:13 am

… [Trackback]

[…] Find More to that Topic: aamajnews24.com/ps/taliban-35/ […]

ځواب

یو نظر پریږدئ