طالبان: په افغانستان کې د ټولو لږکیو حقونه خوندي دي

لخوا Aamaj News

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د خبرو په غبرګون وایي چې دوی د دوحې هوکړه لیک ټولي ژمني چې له مریکا سره یې امضا کړې، پوره کړي دي.

ښاغلی مجاهد نن (جمعه، چنګاښ ٣١مه) پخپل ټویټر لیکلی چې طالبانو هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د امریکا او متحدینو په وړاندي وکاروي.

نوموړی زیاته کړې: «عادي فضا او امن ژوند د افغانستان ټولو ښځو او نارینه وو ته تیار او د ټولو لږکیو حقونه خوندي دي.»

د طالبانو ویاند ویلی چې دوی د خلکو «شرعي حقونو» ورکړي ته ژمن دي.

ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا له نړۍ په خاصه توګه امریکا څخه غوښتی د نظام او د افغانستان د خلکو د ژوند څرنګوالي په څېر مسایلو کې لاس وهنه ونکړي.

هغه په دوام کې لیکلی: «لکه څرنګه چې اسلامي امارت نه غواړي د نورو هیوادونو په چارو کې لاسوهنه وکړي، همدا ډول له نورو هیوادونو هم غواړي چې زموږ په داخلي چارو کې لاسوهنه ونکړي او او موږ ته دې د ژوند کولو ډول نه راښیي.»

د ښاغلي مجاهد دا څرګندوني په داسي حال کې کیږي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري ناسته کې ویلی چې طالبانو د خپلي سپارلي ژمني پولي کړي.

ند پرایس ویلی د ښځو، مذهبي لږکیو حقونو ته درناوی، ټول شموله حکومت جوړول او له القاعدې او داعش سره مبارزه له هغو مواردو څخه دي چې باید تر سره شي.

هغه زیاته کړه متحده ایالات له طالبانو تمه لري چې نړیوالي ټولني ته سپارلي ژمني عملي کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلی د طالبانو پرېکړي افغانانو ته له ورکړي ژمني سره همغږي نه لري او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د متحده ایالاتو استازي د ملګرو ملتونو په ګډون له بېلا بېلو لارو کار کوي څو طالبان ځواب ویونکي کړي.

اړوند لیکنې

3 تبصرې

AbeneReap February 19, 2023 - 9:42 am

Lower dosages of this medication may cause diminished libido in some men less than 100mg cialis 20mg for sale 12 found that cardiac output guided hemodynamic management did not reduce complications; whereas Futier et al

ځواب
joupspooW March 3, 2023 - 3:29 am

For nerve pain in people with cancer Single doses of 0 cialis on sale in usa

ځواب
Menuase March 6, 2023 - 8:14 am

10 hours for sulfadiazine and 96 hours for pyrimethamine 96, 97 led to suggestions that a more efficacious combination could be obtained by replacing sulfadiazine with a longer acting sulfa drug buying generic cialis online safe

ځواب

یو نظر پریږدئ